تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو په غزني کې د طالبانو برید پر شاتمبو وتمباوه

Published

on

دفاع وزارت په غزني کې د یوولس وسلوالو طالبانو له مرګ و ژوبلې خبر ورکوي.

دغه وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تېره ورځ د مرکز غزني د شالیز او عاشقوال له اړوند سیمو څخه پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وسلوال بریدونه تر سره کړي وه.  

دوی زیاته کړې، چې له ملي ، دفاعي او امنیتې ځواکونو سره په نښته کې ۸ وسلوال جنګیالي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

دفاع وزارت د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي او همدا رنګه طالبانو هم د اوښتي ځاني زیان په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د سولې هوکړې له مخې د ولایتونو او ښاري سیمو پر مرکزونو بریدونه بند شوي؛ خو وسلوالو جنګیالیو له تېرو څو ورځو راپدیخوا د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو پر مرکزي سیمو هم بریدونه پیل کړي دي.

د یادونې ده، چې دوه ورځې مخکې طالبانو د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان حبیب الله نومی د سړک غاړې پر ماین چاودنه وواژه او د کندهار ولایت د شاولیکوټ پر امنیه قومندانۍ یې موتر بم چاودنه تر سره کړه او ۱۸ کسانو ته یې مرګ و ژوبله واړوله.   

Trending

Exit mobile version