تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو په هلمند کې د یوه موتربم برید مخه ونیوله

Published

on

ملي دفاع وزارت نن (شنبه د لړم ۲۴) څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت زیاته کړې؛ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یوځانمرګي بریدګرغوښتل، چې پر چاودیدونکیو توکو ډک موتر یو امنیتي مرکز ویجاړ کړي، خو موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شو.

میوند ۲۱۵ اتل قول اردو هم دغه پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې طالبانو د یوې امنیتي اډې پر نښه کول غوښتل؛ خو پر ځانمرګی یې له لرې برید کړی او وژل شوی دی.

دغه راز ملي دفاع وزارت ویلي، چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو لخوا د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې هم دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوي دي.

دغې سرچینې په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version