سیمه ییز خبرونه
امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعشیانو پر پټنځي برید وکړ- اسلامي امارت
(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۱)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، امنیتي ځواکونو د دوشنبې پر شپه د کابل ښار د نوې کارتې په اړوند سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای برید کړی دی.
مجاهد د دوشنبې پر شپه ناوخته تویت وکړ، چې دغه عملیات له پاملرنې سره روان دي.
د مجاهد ویلي، په دغو عملیاتو کې د داعش یو شمېر غړي وژل شوي؛ خو کره شمېر یې وړاندې کړی ندی.
مجاهد ليکلي: دا د داعش هغه ډله وه، چې د کابل په وروستيو بريدونو او جنايتونو کې يې لاس درلود.
د هغه په وينا، په دې ډله کې يو شمېر بهرني اتباع هم شته دی.