تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۳۶ وسلوال طالبان وژلي
(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۳۹۹)
د پنجشنبې پر ورځ په سویلي ولایت کندهار کې افغان امنیتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو یو برید پر شا تمبولي او لږ تر لږه ۳۶ وسلوال طالبان یې وژلي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال وسلوالو غوښتل د باغ پول له سیمي کندهار ښار ته راننوځي، چي د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ او په جګړه کي ۳۶ وسلوال ووژل شول.
بارکزي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو دمګړۍ د طالبانو پر وړاندې په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي او غواړي، چې د سیمې تر پاکولو خپلې هڅې روانې وساتي.
هغه د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه جزئیات ندي ورکړي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.