بلخ @ps

امنیتي چارواکي به د فاریاب ټولې سیمې له وسلوالو پاکې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر لومړی مرستیال، چې څو ورځې مخکې د جګړې د رهبرۍ له پاره جوزجان ته تللی و، اوس ګاونډ ولایت فاریاب ته رسیدلی.

امنیتي چارواکو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ډیرې سیمې له وسلوالو پاکې کړي دي.

زمونږ خبریال احمد فرشاد صالح، چې د دغو عملیاتو د خبري پوښښ له پاره د ولسمشر له لومړي مرستیال سره ملګری دی وایي، چې په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې کور په کور تلاشي روانه ده او امنیتي چارواکي به د فاریاب ټولې سیمې له وسلوالو پاکې کړي او د وسلوالو د ځپلو بهیر به روان وساتي.

دوی د وسلوالو پر مرکزونو درندې وسلې کاروي او د هوا له لارې یې تر برید لاندې نیولي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم وایي، له هغې وروسته، چې وسلوالو دغلته د غرونو په لوړو برخو کې ځانونو ته خوندي مرکزونه جوړ کړل؛ امنیتي چارواکو دغو برخو ته د ځانونو رسولو هڅې پیل کړې.

ستر جنرال دوستم زیاتوي؛ لیدل کیږي، چې د غرونو په زړه کې یې سوپونه هم وهلي او له همدې ځایونو جوزجان او فاریاب ولایتونو ته امنیتي ستونزې جوړوي.

د ستر جنرال عبدالرشید دوستم ساتونکی حمیدالله وایي، د دغو وسلوالو مشاورین کویټې ښار کې د پاکستان استخباراتي مامورین دي. د جګړو ځینې قوماندانان هم د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي دي. تر پرون پورې، چې وسلوالو دغلته حضور درلود، نن لیدل کیږي، چې تیښته یې غوره کړې ده.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسیدونکي اسدالله هم د وسلوالو له کړنو سخت په عذاب شوي دي او وایي، چې طالبانو ترې پیسې غوښتې او ډودۍ غوښته.

امنیتي ځواکونو وکړای شول، چې څو کلي او سیمې، چې مرکز میمنې ښار ته یې امنیتي ګواښونه پیښول د وسلوالو له شتون پاک کړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس هم په دغو سیمو کې کور په کور تلاشي روانه ده، چې د فاریاب ټولې سیمې له وسلوالو پاکې شي.

Trending

Exit mobile version