تازه خبرونه

امنیتی بنسټونه دې د ولسمشر د فرمان له مخې خپله بې طرفي وساتي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشر د هغو فرمانونو هرکلی کړی، چې له مخې یې دولتی مامورین په ټاکنو کې لاسوهنه نه شي کولی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تمه ښیی، چې امنیتی بنسټونه به د ولسمشر فرمانونه په پام کې ونیسي او خپله بې طرفي وساتي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایی:
د ولسمشر وروستي فرمانونه د ټاکنو د شفافیت او سلامتیا لپاره مهم دي. ولسمشر حامد کرزي دوه فرمانونه صادر کړل، چې له مخې یې امنیتي او ملکي بنسټونه مکلف کړي، چې په ټاکنو کې خپله بې ‌طرفي وساتي.
په همدې وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون زیاتوي، چې ولایتي ناظمین یې استخدام کړي دي، چې دغه ناظمین به د غبرګولي د ۲۴ مې لپاره نور مامورین هم استخدام کړي.
د ټاکنو په کمیسیون کې د ښځینه مامورینو تشه لاهم پرځای ده، چې په لنډ مهال کې د دغې تشې حل ناشونی دی.

Trending

Exit mobile version