تازه خبرونه

امنیت شورا دې د ترهګرو د ملاتړو په ضد کلک ګام واخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي؛ د هغو په ضد دې کلک ګام واخلي، چې له ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده.

محمود صیقل په یوه بیان کې دغه غوښتنه وروسته له دې مطرح کړه، چې د کابل په زړه کې د سې شنبې په ورځ(د وري ۳۱)د جګپوړیو سیاسي چارواکو د ساتنې پر ریاست د موټر بم چاودنې او ډله ییز برید څلور شپیته تنه ووژل او درې سوه اووه څلوېښت نوریې ټپیان کړل.

 وسلوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

افغان امنیتي چارواکي وايي؛ زمونږ لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغه برید د دیورند کرښې په پورې غاړه کې حقاني شبکې او لشکر طیبه تنظیم کړی و.  

Trending

Exit mobile version