تازه خبرونه
امنیت شورا د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي امارت پر نوي فرمان غونډه کوي
د ښځو د حجاب په اړه د افغانستان د اسلامي امارت له وروستۍ پرېکړې وروسته اوس د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په اړه غونډه کوي.
ټاکل شوې، چې دغه ناسته سبا پنجشنبه (د غويي ۲۲) ترسره شي.
دغه غونډه، چې د ناروې په وړاندیز جوړیږي، د بشري حقونو پر وضعیت، د نجونو او ښځو آزادۍ او د اسلامي امارت له لوري د نویو بندیزونو لګولو بحث او خبرې کوي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشره ډیبرا لاینز دغې ۱۵ کسیزې شورا ته معلومات ورکړي.
ملګرو ملتونو ته د ناروې پلاوي په افغانستان کې د نجونو او ښځو د بشري حقونو او آزادۍ په اړه د مخ پر زیاتېدونکيو محدودیتونو د غور لپاره د تړلو دروازو تر شاه غونډه کوي .
اسلامي امارت درې ورځې وړاندې په یوه فرمان کې پر ښځو او نجونو حجاب اړین کړ.
د اسلامي امارت دغه پرېکړه په افغانستان کې دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او د هغې له مرستیالې رامز الاکبروف سره په دې اړه تر اړخیز بحث هم کړی دی.