نړۍ

امنیت شورا په اوکراین کې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو پر ادعا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۰)

بریټانیایي ورځپاڼې ګارډین څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا، روسیې او اوکراین استازیو په اوکراین کې د بیولوژیکي وسلو د ادعا په اړه تودې خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ټوماس ګرینفیلډ ویلي؛ واشنګټن په دې اړه اندېښمن دی، چې روسیې دغه ناسته له دلیل پرته راغوښتې او په اوکراین کې د خپلو کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کارولو لپاره پلمې جوړوي.

په داسې حال کې، چې مسکو په اوکراین کې د امریکا د کیمیاوي وسلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې؛ خو روسیې پدې اړه کوم اسناد ندي وړاندې کړي. یوازې یې ویلي؛ په اوکراین کې د بیولوژیکي وسلو لابراتوارونه شته، چې د امریکا د دفاع وزارت لخوا ورسره مرسته کیږي.

کیف او واشنګټن دواړه دا تورونه ردوي.

دغه راز ملګرو ملتونو ویلي؛ په اوکراین کې د بیولوژیکي وسلو د پروګرام له شتون څخه خبر ندی او اندېښنه ښیي، چې روسیه په اوکراین کې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د استعمال لپاره د بهانې په لټه کې ده.

د بېوسلې کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرې ایزومي ناکامیسو ویلي، چې ملګري ملتونه په اوکراین کې د داسې بیولوژیکي وسلو د پروګرام په اړه هیڅ معلومات نلري.

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیې استازې باربرا ووډوارډ د مسکو دا ادعا بې معنا بولي او وایي، چې روسیه نن په پور کې ډوبه ده او بهانې کوي؛ خو امنیت شورا باید په دې مسله کې ښکېله نشي.

د ۲۰۰۵ کال د تړون له مخې، د امریکا دفاع وزارت په اوکراین کې د عامې روغتیا له یو شمېر لابراتوارونو ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version