تازه خبرونه

امنیت شورا په کابل کې پرونی خونړی برید محکوم کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پر پرونۍ خونړي برید غبرګون ښکاره کړی او د دغې تروریستي کړنې د عاملینو، تنظیموونکیو، تمویلوونکیو او ملاتړ کوونکیو د موندلو او محاکمې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

دغې شورا له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوند پرېکړه لیکونو له مخې؛ د افغانستان له واکمنو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: ترهګري په هره بڼه، چې وي د نړیوالې سولې او امنیت لپاره پوره ګواښ دی. اړتیا ده، چې د دغو کړنو عاملینو، تنظیموونکیو، تمویلوونکیو او ملاتړیو سره حساب او کتاب وشي.  مونږ له ټولو هېوادونو څخه غواړو، چې د دوی پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي.

دغه راز د ملګروملتونو عمومي منشي پرونۍ حمله هم وغندله او د تروریستي بریدونو د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي؛ له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه ډېرو ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله ده. له عاملینو سره  یې باید حساب وشي. د قحطۍ او وچکالۍ تر څنګ فقر، لوږې او بې اوزګارۍ خلکو ته ستر زیانونه اړولي دي. د دې نابرابره وضعیت یوازنی تاوان افغانان پرې کوي.  افغانان له څلور لسیزو ځوریږي.

اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې ځواکونه به یې د تروریستي بریدونو په ځانګړي ډول د پروني برید عاملین ونیسي او حساب به ورسره وکړي.

د افغانستان د ريیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې وروستي بریدونه یو ستر جنایت بولي او څرګندوي؛ د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي، چې د پرونیو بریدونو عاملین به ونیسي او حساب به ورسره وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر ښوونیز مرکز برید غندلی او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې د ترهګرو پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړي.

تر دې دمه کومې ډلې یا چا د پروني برید پړه پر غاړه نده اخیستې؛ خو پخوا د دا ډول بریدونو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده. په دې برید کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ وژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما د برید د غندلو تر څنګ ویلي؛ په پروني برید کې ۳۵ کسان وژل شوی او ۸۵ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version