نړۍ

امنیت شوری په غزه کې د اوربند بېړنې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملگرو ملتون امنیت شوری د تړلو دروازو تر شاه د غزې پر امنیتي حالت  او په کې د اوربند پر ځرنگوالي خبرې وکړې.

دې شوری د یکشنبې د شپې د بېړنۍ ناستې پر مهال په ډاگه کړې، چېپه غزه کي د تلفاتو پر ډېریدوژوره اندېښنه وښوده. این شورا در بیانیه‌ای که پس از جلسه اضطراری یکشنبه شب منتشر کرد از افزایش تعداد تلفات در نوار غزه ابراز نگرانی عمیق کرد و بار دیگر خواهان برقراری فوری آتش‌بس شد.

د ملگرو ملتونو ټولنې سرمنشي بان کي مون، چې منځني ختیځ ته سفر کړی؛ د یکشنبې په ورځ يې د غزې په شجاعیه سیمه کې روان تاوتریخوالی “بې رحمانه” نومولی او د اسرئیلو د پوځی عملیاتو د درولو غوښتنه يې وکړه.

د یکشنبې د تاوتریخوالي په ورځ سل فلسطینیان وژل شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

ویل کیږي، چې یوازې په شجاعیه سیمه کې تر اویاوو کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې فلسطیني چارواکو د یکشنبې په شپه د غزې په بمبارد کې د ۳۴ کسانو له وژل کیدو او په فلسطین کې د  بې وسه انسانانو د ۴۷۰ کسانو له وژنې خبر ورکوي.

دغه راز اسرائیلي پوځ هم د خبلو ۱۳ تنو له وژلو خبرورکړی، ټول ټال یې ۱۸ کسان وژل شوي دي. پر پوځي تلفاتو سربېره دوه ملکي وگړیو يې هم د تېرې اوونې په تاوتریخوالي کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې و چې وژل شوي دوه تنه اسرائیلي پوځیان امریکایي تابعیت لري.

په همدې شپه د حماس جنگیالۍ ډلې القسام یوه جگړن ویلي، د تېرې یکشنبې په وروستیو کې یې د شاول آرون په نامه د اسرائیلو یو سرتېری نیولیدی.

په ملگرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ران بروزور د حماس څرگندونه رد کړه او وايی، چې په فلسطین مو له عملیاتو موخه داده، چې د حماس تلارې ویجاړې او د پرمختگ مخه یې ونیول شي.

د حماس القسام جنگي ډلې ویاند اسامه حمدان الجزیرې تلوېزیون ته ویلي: ”کله چې دوی [اسرائیل] د بریدونو تصمیم نیسي، باید دا هم ومني، چې پوځيان به یې وژل کېږي، نیول کېږي او یا هم ټپیانېږي”.

د یادونې وړده، چې پر فلسطینیانو دا بریدونه دادی ۱۴ ورځ ته ننوځي.

 

Trending

Exit mobile version