بلخ @ps

امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت یو سیمه ییز قومندان محاصره کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ سیمه ییز قومندان نوید نومی، چې دولتي ضد فعالیتونه یې تر سره کول محاصره کړی دی.

په تخار ولایت کې پولیس وایي؛ نوید نومي یو نامسووله سیمه ییز قومندان دي، چې د تخار ولایت مولانا روغتیایي مرکز ته یې یو ناروغ راوستی دی.

نوموړی د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې له دوه سوه څخه د ډېرو کسانو قومندان دی، چې په اړوند سیمه کې د طالبانو په وړاندې جنګیږي.

د تخار والي ویاند جواد هجري وایي، نوید نومی نامسووله قومندان د خلکو پر سپکاوي او ځورونې تورن دی او ولسمشر یې د نیولو امر کړی دی.

قومندان نوید ویلي، چې په یو نوم هم تسلیمیدو ته چمتو نه یم، بلکې غواړم د مخالفانو په وړاندې خپلې هڅې روانې وساتم.

د تخار او کندوز ولایت یو شمېر سپین ږیري د منځګړیتوب لپاره روغتون ته وردننه شوي او وایي، چې قومندان نوید تسلیمیدو ته چمتوالی نلري او غواړي، چې خان آباد ته ستون کړای شي.

د تخار ولایت اوسیدونکي وایي، چې د سرای سنګ سړک تړل شوی او ښار پوځي بڼه نیولې ده.

ویل کیږي، چې د قومندان نوید پلویانو د کندور- تخار لویه لار تړلې او وایي، چې د نوموړي محاصره دې ماته شي.

Trending

Exit mobile version