تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو د لښکرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو له درې کلني ځنډ وروسته د هلمند د لښکرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه له وسله والو طالبانو ونیوله او پر اړوند سړک یې تګ راتګ پیل کړ.

 د لښکرګاه ښار پدې امنیتي حوزه کي دوه کاله وړاندي سختي جګړې وشوې، چي ډېريو امنيتي سرتېرو ته په کي مرګ و ژوبله اوښتې وه او د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې راغله.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، له څلورمي امنیتي حوزي وروسته به دا ډول عملیات د هلمند هغه سیمو ته هم وغزول شي چي اوس د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي.

د سرحدي ځواکونو افسران وایي، چې له نادعلي ولسوالۍ څخه د څلورمي امنیتي حوزي باباجي سړک اوس هم له خطرونو ډک دی.

د درېيمي لوا درستیزوال ډګروال حنیف الله شینواری وايي، د څلورمې امنیتي حوزي په شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات پیل شوي او هڅه کوو، چې نوې امنیتې پوستې ځای پرځای کړي.

که څه هم چارواکي په دې عملياتو کي د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواکونو د مرګ و ژوبلي په اړه څه نه وايي؛ خو څرګندوي، چي وسلوالو طالبانو سيمه له جګړې ته پريښې او په اړوند سیمو کې ماينونه ځاى پرځاى کوي، چې د امنيتي ځواکونو مخه ونيسي.

د دې سيمي اوسيدونکي هم خوښ دي، چي په سيمه کې يې چاڼیزعمليات ترسره شول؛ خو له دولت څخه د دې سيمو د ساتني غوښتنه کوي.

څلورمه امنيتي حوزه د لښکرګاه ښار په ٢٧ کيلو ميترۍ کې پرته ده، چي له تېرو درې کلونو څخه وسلوال طالبان پرې واکمن ول او دا مهال د امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده؛ خو اوس هم د خلکو د عادي ژوند لپاره دغه سيمه نده چمتو شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې سيمي د عملياتو په اړه څه ندي ويلي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version