بلخ @ps

امنیتي چارواکو د شمال لویه لار پر ۴ امنیتي حوزو ووېشله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو په بغلان ولایت کې د همغږۍ له مخې د شمال لویه لار د امنیت د ټینګښت لپاره پر څلورو حوزو وېشلې ده.

د پلخمري ښار د دوه ناحیو، یو شمېر ولسوالیو او د لویې لارې په اوږدو کې د وسلوالو فعالیتونه له کلونو را پدیخوا د خلکو او مسافرو د اندېښنې لامل شوي دي.

په بغلان کې چارواکي وايي، د لویې لارې د امنیت ټینګښت یی په لومړیتوبونو کې دی؛ نو لدې کبله یی د بغلان لویه لار پر څلور حوزو وېشلې، چې په ګډه به د پولیسو، اردو او ملي ځواکونو له خوا اداره کیږي.

 د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اتمې لیوا قومندان ډګروال محمد عباس توکلی وايي، لدې وروسته به د بغلان د لویې لارې په اوږدو کې د وسلوالو بریدونه بې ځوابه پاتې نشي او خلک به هم ډاډمن سفر وکړای شي.

د بغلان د ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او په دغه ولایت کې د عامه نظم د اتمې لیوا ځای پرځای کیدل د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن ګڼي.

په تېرو څو کلونو کې وسلوالو طالبانو په بغلان کې د حکومت پرضد ډېر فعالیتونه درلودل، چې د شمال د لویې لارې په اوږدو کې یی امنیتي ځواکونو ته هم مرګ و ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version