تازه خبرونه

امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو په بهیر کې ناپېیلي پاتې شي-عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس وايي، امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو په بهیر کې خپل ناپېیلتوب وساتي او د هیڅ فشار تر اغېزې لاندې دې نه راځي.

په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ پیل شوي؛ د حکومت اجرائیه رییس په ټاکنو کې د پولیسو د لاسوهنې په اړه اندېښمن شوی دی.

عبدالله عبدالله ټینګار کوي؛ که امنیتي ځواکونه په ځانګړي توګه پولیس د کوم نوماند په ګټه هڅې وکړي، نو دغه کار به د خلکو باور ته داسې زیان ورسوي چې سمونه به یې ناشونې وي.

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي، دغه ځواکونه باید هیڅ کوم فشار ته غاړه ونه نیسي او خپله بې طرفي، بې پریتوب او ناپېيلتوب په پوره توګه وساتي او که داسې نه وي؛ نو د خلکو باور ته به داسې ځان ورسوي، چې جبران به یې سخت کار وي.

د پولیسو د نړیوالې همغږۍ بورد مشر ټينګار کوي چې، د افغانستان پولیس دنده لري څو د ټاکنو لپاره امن فضا برابره او په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي.

له بل لورې د افغانستان پولیس لپاره ملاتړې هېوادونه هم غواړي، چې پولیس د ټاکنو په بهیر کې ناپېیلي پاتې شي.

 په افغانستان کې د بریتانیا سفیر الیسون بلیک وايي؛ د امنیتي ځواکونو دنده ده، چې د خلکو لپاره د امن فضا برابره کړي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د افغانستان ټاکنې نږدې دي او مهمه خبره دا ده، چې امنیتي ځواکونه باید د ټاکنو له بهیره روښانه درک ولري او خوندي فضا رامنځته کړي. دوی باید په ټاکنو کې ناپېیلي وي که څه هم د دوی پر وړاندې زیاتې ننګونې پرتې دي.

د کورنیو چارو وزارت هم ټینګار کوي؛ د پولیسو دنده ده، په ټاکنو کې بې پرې پاتې شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ویلي؛ دا وزارت د امنیت خوندي کولو ته ژمن دی او ژمنه کوي، چې په ټاکنو کې به بې طرفه پاتې  او خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.

که څه هم د ناامنیو زیاتوالي د خلکو لپاره د ټاکنو په بهیر کې اندېښنې زیاتې کړي؛ خو امنیتي چارواکي ټینګار کوي، چې د ټاکنو بهیر د ترسره کیدو لپاره یې امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولی شي، چې خپلې رایی وکاروي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version