تازه خبرونه
امنیتي بنسټونو د اختر په ورځو کې امنیتي ډاډ څرګند کړی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویانو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د اختر شپو او ورځو ته یې کلک امنیتي چمتووالی نیولی او ځواکونه یې په لومړي درجه احضاراتو کې دي.
دوی له خلکو څخه په دې اړه د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
کابل ښاریان د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د اختر په ورځو کې خپل پوځي تحرکات ودروي.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویانو د طالب مشر د اختریز پیغام هغه برخه دروغ ګڼلې، چې خپلو جنګیالیو ته یې د ملکیانو د ساتنې غږ کړی دی.
دوی وایي، طالبانو ته ملکیان هیڅ ارزښت نلري او تل یې په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیان قرباني کیږي.