تازه خبرونه
امنیتي ځواکونه، د ملي ارزښتونو ساتونکي دی – اشرف غني
د لویې جرګې په تالار کې د امر الله صالح په مشرۍ زرغون ملي بهیر د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ.
په دې ټاکنیزه ناسته کې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي؛ د پرشاتګ لپاره هیڅ وخت او فرصت نه پاتې کیږي.
ښاغلی غني په دې ټاکنیزه ناسته کې د ځینو نوماندانو په وړاندې غبرګون وښود او ټینګار کوي، چې را روانې ټاکنې تاریخي ټاکنې دي او څوک، چې د کودتا په فکر کې وي، خوب ویني.
هغه ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه د اساسي قانون او ملي ارزښتونو ساتوونکي دي او کله هم د دښمن په وړاندې مات شوي ندي.
ښاغلي اشرف غني ویلي، که بریالی شي؛ اقتصادي ودې ته به پام وکړي او د زورواکانو او فساد په وړاندې به مبارزه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې غني ژمنه کړې وه، چې د خلکو دسترخوان کې به بدلون راولي؛ خو اوس، چې د ملي وحدت حکومت څو ورځې پاتې دي، له نیمایي زیات خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.