تازه خبرونه
امنیتي ځواکونه او طالبان د لوګر د پلازمېنې پل علم ښار په کلیو کې جنګیږي
د لوګر په مرکز پل عالم کې خلک د وسلوالو طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو پر پوستو او امنیتي کمربند له بریدونو تنګ شوي او څرګندوي؛ هره شپه د درندو وسلو غږونه اوري او ژوند يې ورته له کړاوونو سره مخ کړی دی.
د پل عالم ښار اوسیدونکی محمد کاظم د دې ولایت امنیتي وضیعت ناسم بولي او ټینګار کوي، چې د ولسوالیو د خراب امنیت ترڅنګ د پل عالم ښار په ډېرو سیمو کې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري او باید، چې د لوګر امنیتي مسوولین د دې ولایت امنیت ته پوره پام راواړوي.
امنيتي مسوولين بيا مني، چې د لوګر په ځينو سيمو کې وسلوال فعاليت لري؛ خو زياتوي، چې پر وسلوالو یې عمليات او بريدونه زيات کړي او له ماتې سره مخ دي.
د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال وسلوالو طالبانو ته درانده تلفات اړولي؛ ځکه، چې د ټول ارګانونه همغږي شوي او په ګډه شپه ورځ ګزمې کوي، چې امنیت يې هم ښه شوی دی.
لوګر له پلازمېنې کابل جنوب لوري ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی، چې تر ډېره ناامنه ګڼل کېږي، چې په خروار، څرخ، بره کي برک او محمداغې ولسوالۍ کې وسلوال طالبان ښکاره هڅې لري او خلک وايي، که د دې ولایت امنیت ښه نشي کابل هم ترې ناامنه کیدلی شي.
خبریال: فریدالله احمدزی