بلخ @ps

امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې څلور طالب قومندانان نیولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پروان ولایت پولیسو په ډاګه کړې، چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو څلور طالب قومندانان نیولي دي.

د پروان ولایت د پولیسو قومندان محمد محفوظ ولی زاده  ویلي، چې امنیتي ځواکونو نن سهار د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې د دې ولایت د جبل سراج ولسوالۍ د پل متک په اړوند سیمه کې څلور طالب قومندانان، چې غوښتل یې غوربند درې ته ولاړ شي؛ ونیول.

نوموړي آریانا نیوز ته زیاته کړې، چې دغه نیول شوي طالب قومندانان د ننګرهار او بغلان اوسیدونکي دي.

هغه دا هم ویلي، چې دوه نیول شوي قومندانان د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د طالبانو لپاره او دوه نور یې د بغلان ولایت لپاره ګومارل شوي وه.

Trending

Exit mobile version