بلخ @ps
امنیتي ځواکونه حق لري، چې لاریونوال وځپي- نور
عطا محمد نور عبدالله عبدالله په هېواد کې د کړکیچ پر را منځته کولو تورن کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې امنیتي ځواکونه په واټونو کې بوخت ونه ساتي.
د سیاسي لوبو له تاوده بازاره ګوښه شوي نور یو مهال پخپله د افغانستان له شمال څخه سیاسي لوبې تودې ساتلې او هغه مهال یې نه له ارګ سره او نه هم له سپیدار سره ښې اړیکې درلودې؛ خو اوس له داکترعبدالله عبدالله خفه دی؛ یو ګام مخکې ږدي او وایي، عبدالله عبدالله په هېواد کې کړکیچ را منځته کوي او د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: داسې خلک هم شته، چې بحران رامنځته کوي او هېواد ګواښي؛ خو ځانګړې ګټه او ډوډۍ غواړي او په دې توګه د واک و ځواک یوې برخې ته رسیدلی دی.
عطا محمد نور، چې د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستیو ورځو کې یې په نامستقیم ډول له دولت جوړونکې ټاکنډلې ملاتړ اعلان کړ؛ اوس خلکو ته وایي، چې اعتراضونو ته ولاړ نشي او امنیتي ځواکونه بوخت او مصروف نکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونه باید د جګړې سنګرونه وساتي او حق لري، چې لاریونوال وځپي.
هغه وایي: زه ډاډه یم، چې امنیتي ځواکونه د دوی مخه نیسي او وخت نه ورکوي؛ ځکه اړتیا ده، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه وساتي؛ خو دوی هڅه کوي، چې دغه ځواکونه په ښارونو کې بوخت کړي. له همدې کبله یې د ځپنې حق لري.
د ثبات او همپالنې ټکنډلې ویاند فریدون خوځون دا اعتراضونه شخصي نه، بلکې خپل مدني حق یې بولي او څرګندوي، چې امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو دي او باید په سیاسي مسایلو کې دخیل نشي؛ ځکه خلک له کمیسیون څخه خپل حق غواړي او امنیتي ځواکونه یې د امنیت ساتنې مسوولیت لري، نه د ځپلو.
د عطا محمد نور خبرو ته په ټولنیزو شبکو کې غبرګونه ښیي، چې نوموړی د شمال کاذب امپراتور و او ځینو بیا ویلي، چې نور په دې اعتراضونو کې د خپلو ګټو لپاره خطر ویني او له دې کبله وایي؛ امنیتي ځواکونه حق لري، چې لاریونوال وځپي.