تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د یو موتر بم برید مخه ونیوله
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملي امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د مارشال قسیم فهیم پوهنتون ته نږدې د ننني موتر بم برد په سیمه کې له چاودیدونکیو توکو څخه د یوه کورولا ډوله موتر له کشف او خنثی کیدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغه موتر بم برید موخه د پوځیانو ترمنځ چاودنه وه.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن سهار د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون ته نږدې یو ځانمرګی برید هم تر سره شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي؛ په دي برید کې ۶ تنه، چې ۴ پوځيان ول، ووژل شول او ۱۳ تنه، چې ۷ یي پوځیان دي ټپيان شوي.
د مارشال فهیم پوهنتون ښوونکی پاینده محمد وایي، ځانمرګي سهار مهال د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون محصلین د پوهنتون په دروازه کې پر نښه کړل.
دغه ځانمرګی برید په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې تېره ورځ د قطر په دوحه کې د طالب او امریکایي پلاوو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ، اجرائیه ریاست او ناتو د برید غندنه کړې ده.
دوی د تاوتریخوالي پر کمي او اوربند ټینګار کړی، چې سولې ته د رسیدو اصلي لارې دي.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.