بی بی سی پښتو

امنیت شورا: د طالبانو له لوري ۶۰ خوشي شویو کې یوازې ۱۹ پوځیان دي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري د خوشي شویو ۶۰ بندیانو له ډلې یوازې ۱۹یې افغان پوځیان او نور ټول ملکي وګړي دي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، د دوی له پلټنو وروسته مالومه شوې چې طالبانو ټول خوشي کسان یوه میاشت مخکې نیولي وو.

ښاغلي فیصل نن د شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل، د طالبانو له لوري په کندهار کې د ۲۰ خوشي شویو بندیانو له ډلې ۱۰ یې د حکومتي ځواکونو کسان او ۱۰ یې ملکیان دي.

نوموړي همدارنګه په لغمان کې د هغو ۴۰ بندیانو د خوشي کېدو په اړه وویل چې له ډلې یې ۹ د امنیتي ځواکونو غړي دي، ۱۰ یې ملکیان دي، ۱۲ هغه پولیس دي چې په خپله طالبانو ته ور تسلیم شوي وو.

هغه وویل، له دغو کسانو اوس څېړنې روانې دي او کېدای شي زنداني شي، ۶ تنه ترخیص شوي پولیس دي او درې تنه د زراعت د ریاست ملکي کارکوونکي وو.

د ملي امنیت شورا د ویاند په وینا طالبانو دا خوشي شوي کسان تېره میاشت نیولي و. هغه همدا راز ادعا وکړه چې نیول شوي کسان ربړول شوي وو:

“له سره صلیب څخه غواړو، چې د ټولو اصولو مطابق له طالبانو وغواړي چې د بندیانو له ربړولو لاس واخلي.”

ښاغلي فیصل طالبان تورن کړل، چې په وینا یې له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک کېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې ملکي وګړي د افغان پوځیانو په نامه نیسي، ترڅو له شوې ادعا سره سم د افغان حکومت اړوند د زر بندیانو خوشي کولو شمېر پوره کړي.

ښاغلی فیصل زیاتوي، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو او په ځانګړي ډول د بندیانو خوشي کېدو په برخه کې هېڅ ډول مخ شرطونه نه لري.

د هغه په وینا، دوی ژمن دي چې د ولسمشرمحمد اشرف غني له فرمان سره سم ۱۵ سوه طالبانو بندیانو، د هغوی عمر، روغتیا حالت او بند مودې ته په کتو خوشي کړي خو په وینا یې باید تاوتریخوالی کم کړي او یا په اوربند ته غاړه کېږدي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې د بندیانو د خوشي کېدو پروسه د افغان حکومت له لوري مختل شوه او دی وايي، چې خوشي شوي زندانیانو هر یوه دوه – درې کاله له دوی سره په بند کې تېر کړي وو.

دې ډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ(د اپرېل۱۶) وویل، د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه بندیان خوشي کړي دي، چې د دوی په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو کسان دي.

د مالوماتو له مخې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشي شوي دي.

تردې وړاندې یې هم شل تنه بندیان په دې ولایت کې د طالبانو له لوري خوشي کړی شوي وو او همدارنګه څو ورځې وړاندې یې په کندهار ولایت کې هم ۲۰ بندیان خوشي کړي وو او ویلي وو چې هغه کسان هم د افغان پوځ سرتېري وو.

خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وروسته د طالبانو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، خوشي شوي ټول کسان ملکیان دي او د افغان پوځ سرتېري پکې نشته.

Trending

Exit mobile version