بلخ @ps

امنیتي ځواکونو د کندوز ښار درې کلي له وسلوالو پاک کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندز ښار کې د وسلوالو د ځپلو عملیاتو په درېیمه ورځ د تلوکې سیمې درې کلي د وسلوالو له شتون پاک شول.

تلوکه په کندز ښار کې هغه  سیمه ده، چې څو کلي لري او له یوې اوږدې مودې راهیسې د وسلوالو طالبانو په کنترول کې ده. په تازه عملیاتو کې دغلته امنیتي ځواکونو درې کلي د وسلوالو له شتون پاک کړي دي.

د کندوز د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ډګلروال صفر وایي،  خالد نومي عملیات پېنځه ورځې  مخکې پیل شوي او موخه یې د طالبانو پوځي مرکز ګورتپه نیول دي.

د ملي امنیت د کنډک د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان کبیر وایي تر اوسه اووه لس طالبان وژل شوي او څه باندې شل نور ټپیان دي.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیدونکي سرتېري لوړ مورال لري او وایي؛ تر هغې یې، چې دښمن له منځه وړی نه وي، آرام نه کوي.

دغه عملیات داسې مهال پیل کیږي، چې د کندوز لویو لارو کې امنیتي ګواښونه مخ په ‌ډېریدو دي او د دوشنبې په ورځ د بغلان د همغږۍ قومندان، چې له بدخشان څخه دې ولایت ته په لار و، په خان آباد ولسوالۍ کې ووژل شو.

خبریال: علی اصغری

Trending

Exit mobile version