تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو د فراه ولایت شېبکو ولسوالي بېرته ونیوله
د چارواکو په وینا؛ امنیتي ځواکونو په داسې حال کې دا ولسوالي بېرته نیولې، چې د دې ولایت د ولایتي شورا د غړیو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو ترې وسلې، مهمات او تجهیزات وړي دي.
دا ولسولي تېره شپه طالبانو له څو ورځنیو نښتو وروسته نیولې وه.
د فراه ولایتي شورا منشي داد الله قانع وایي، طالبانو د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته تجهیزات وړي او ودانۍ ته یې اور ورته کړی دی.
هغه زیاتوي، طالبانو د ایران په ملاتړ دا ولسوالي نیولې وه او هڅه کوي، چې څو نورې ولسوالۍ هم تر خپلې څارنې لاندې راولي.
د فراه ولایت امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد وایي، امنیتي ځواکونه بریالي شول، چې د ورځې په بهیر کې د ولسوالۍ اداره تر خپلې څارنې لاندې راوستې ده.
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکو له تېرو څو کلونو راپدیخوا ایران تورنوي، چې له طالبانو سره مرسته او همکاري کوي؛ خو ایران هم په دې موده کې د فراه ولایت د چارواکو ادعاوې رد کړې دي.
دا په داسې حا کې ده، چې طالبانو د وردګو، پکتیا او غزني ولایتونو پر امنیتي ودانیو وسلوال ډله ییز بریدونه او چاودنې کړې دي.