سیمه ییز خبرونه

امنېتي پوځ د دې وړتېا لري چى د د ښمنانو په وړاندې مبارزه وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امنيتي چارو مسولين وايي چي دوي په ټول هيواد كې په تيره بيا د هيواد په سرحدي سيمو كې د دي وړتيا لري چي له افغا نستان نه د كورنيو او بهر نيو د ښمنانو په وړاندې مبارزه وكړي. دوې وايي افغان دولت غواړي چې دافغا نستان او پا كستان تر مينځ رامينځته شوي كړكېچ په رسمي توگه په ملي او نړېواله كچه حل شي نه د جگړي او زور زياتي له لارى .

د ولسي جر گې دفاعي كميسون د كورنيو چارواو دفاع وزارتونو او د سرحدي پو ليسو يو شمېر چارواكي ور غوښتي ووتر څو په سرحدي سيمو كې د روانو نا امنېو په باب  ددغو چارواكو پر اقداماتو ځان خبر كړي.

د كورنېو چارو وزارت امنېتي معين عبدالرحمان رحماني وايي چې:

د امنيتي ارگانونو تر منځ پوره همغږي موجوده ده. دوى زېاتوي د كورنېو او باندنېو دښمنانو د بريدونو د مخنيوي لپاره ځانگړى پلانونه لري.

ددفاع وزارت د ځمكني قوتونو عمومي قو مندان مراد علي مراد وايي چي:

دوې نه غواړي د پاكستان په وړاندې  ځوابېه بريدونه وركړي. د هغوى په وېنا د روان كړكېچ حل په ملي او نړيواله كچه هڅو ته اړتيا لري. او زېاتوي چې كه څه هم په تېرو  څلور ويشتو ساعتونو كې دپاكستان لخوا د افغانستان پر خاوره مېزاېل نه دي توغول شوي خو زياتوي چې د روان كال د پېل راهيسې د پاكستان له خوا پر افغانستان ۱۱۰۵ ميزايل را ويشتل شوي دي. وېل كيږي د دغو بريدونو په ترڅ كې نهه ويشت كسان وژل شوي او نهه څلوېښت ټپېان شوي دي. دا په داسې حال كې ده چې په ختيځ كې د ايساف ځواكونو قومندان د كنړ ولايت له چارواكو سره په خبرو كې وېلي چې دوى به د ډيورنډ د كرښې په څارنه كې له الوتكو كار واخلي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version