تازه خبرونه
امیرخان متقي او توماس نیکولسون په افغانستان کې روان پرمختګونه وڅېړل
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي موي امیرخان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې توماس نیکولسون د اقتصادي وضعیت پر ښه والي، پوهنې، خلکو ته د کار د خوندي شرایطو برابرولو او امنیتي مسایلو ټینګار کړی دی.
توماس نیکولسن همدا راز ویلي، د ټولو ستونزو یوازنی حل د خبرو دوام دی.
له غونډې وروسته د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې له افغانستان څخه نړۍ ته کوم ګواښ نه لیدل کیږي.
امیرخان متقي همداراز د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د نړیوال امنیت د تامین او د خلکو د ژوند د ښه والي او نورو مسایلو په اړه د لاسته راوړنو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په پاى کې دواړو لوریو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ، چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ژوندانه د ښه والي لامل کېږي.
له دې مخکې اروپايي ټولنې پر اسلامي امارت غږ کړی و، چې د ټولو افغانانو امنیت تامین کړي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د توکمیزو او مذهبي لږکیو په ګډون ټول افغانان د امنیت او خپلو بشري حقونو او اساسي آزادیو ته په پوره درناوي د ژوند کولو مستحق دي.