Connect with us

تازه خبرونه

امیرخان متقي او روزمیري ډیکارلو د پاکستان پر هوایي بریدونو خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د پاکستان له‌خوا د وروستیو هوايي بريدونو په اړه، چې په کې ملکي وګړي پر نښه شوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په بهیر کې د پاکستان له لوري په بريدونو کې يوازې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

خپور شوی

د

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سياسي چارو لپاره د عمومي منشي له مرستيالې روزميري ډيکارلو سره د پاکستان پر وروستي بريد، چې په کې د هېواد ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د پاکستان له‌خوا د وروستیو هوايي بريدونو په اړه، چې په کې ملکي وګړي پر نښه شوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په بهیر کې د پاکستان له لوري په بريدونو کې يوازې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

امیرخان متقي د پاکستاني پوځیانو د هوایي بریدونو په اړه دا هم ویلي؛ په یادو بریدونو کې هيڅکله داسې کوم وسله‌وال ندی وژل شوی، چې پاکستانی لوری یې د شتون او پر نښه کولو ادعا لري.

د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې؛ په افغانستان کې وسلوالي ډلي شتون نلري او د ملګروملتونو د استازیو په ګډون ټولې خواوې کولی شي، چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزميري ډيکارلو د پاکستان په وروستي بريد کې د ملکيانو پر زیانونو خپله ژوره خواشیني ښکاره کړې او څرګندوي، چې د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.

ویل کیږي، چې په دي خبرو کې د دوحې پر ناستو، کاري ډلو او اړوند نورو مسائلو هم خبرې او وړانديزونه وشول او ډاډ څرګند شو، چې د شته پرمختګونو تر څنګ به د ګډو هڅو په اړه نور پرمختګ ته هم لار اواره شي.

تازه خبرونه

په ایران کې نږدې ۶۰ زره افغان زده‌کړیالان زده‌کړې کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR)  د اجرائیوي کمیټې په اووه‌اویايمه کلنۍ غونډه کې، چې په جنیوا کې جوړه شوې وه؛ د ایران بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې دغه هېواد له څو لسیزو راپدېخوا د کډوالو او پناه‌غوښتونکو کوربه دی او هغوی ته یې د زده‌کړو او روغتیا په ګډون عامه چوپړتیاوې برابرې کړې دي.

Published

on

 

د ایران یوه چارواکي ویلي، چې اوس‌مهال ۵۹ زره او ۶۵۸ افغان زده‌کړیالان د دې هېواد په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې پر زده‌کړو بوخت دي او تهران هم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د کډوالو کوربه هېوادونو ته خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR)  د اجرائیوي کمیټې په اووه‌اویايمه کلنۍ غونډه کې، چې په جنیوا کې جوړه شوې وه؛ د ایران بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې دغه هېواد له څو لسیزو راپدېخوا د کډوالو او پناه‌غوښتونکو کوربه دی او هغوی ته یې د زده‌کړو او روغتیا په ګډون عامه چوپړتیاوې برابرې کړې دي.

یاراحمدي په ایران کې د افغان وګړو زده‌کړو ته داسې نغوته کړې، زرګونه افغان زده‌کړیالان د دغه هېواد په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او د افغانستان ګڼ‌شمېر وګړي له دې مخکې د ایران له لوړو زده‌کړو بنسټونو څخه فارغ شوي دي.

ایران د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه

د ایران بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر ویلي، چې د کډوالو کوربه هېوادونو ته د نړیوالې ټولنې مالي مرستې بسنه نه‌کوي او باید د کډوالو د کوربه‌توب مسوولیت د هېوادونو ترمنځ په عادلانه توګه ووېشل شي.

هغه همدارنګه د مالي مرستو د زیاتېدا، د سرچینو د عادلانه وېش او د هغو خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې، چې د کوربه هېوادونو پرمختیايي مرستو ته لاسرسی محدودوي.

د یاراحمدي د څرګندونو له مخې، په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د فعالیتونو مالي اړتیا په تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۴۰ میلیون ډالره اټکل شوې وه؛ خو په ۲۰۲۵ز.کال کې د دې مبلغ له لس سلنې څخه هم کمه برخه برابره شوې ده.

ملګرو ملتونو د ایران له کوربه‌توب مننه وکړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر برهم صالح له څو لسیزو راپدېخوا د کډوالو د کوربه‌توب له کبله له ایران مننه کړې ده.

ایران په تېرو څو لسیزو کې د ګڼ‌شمېر افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو کوربه پاتې شوی دی .زده‌کړو، روغتیايي چوپړتیاوو او نورو لومړنیو آسانتیاوو ته لاسرسی په دې هېواد کې د مېشتو افغان وګړو اړتیا ده.

دغو څرګندونو یو ځل بیا د کډوالو د کوربه هېوادونو لپاره د نړیوالو مرستو د زیاتولو او د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو د مسوولیت د عادلانه وېش پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی

د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.

Published

on

 

ازبکستان افغانستان ته د اوړو د صادراتو پر زیاتولو په بازار کې خپل ځای پیاوړی کړی او له قزاقستان او روسیې سره یې سیالي زیاته کړې ده.

د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.

افغانستان د دغو صادراتو نږدې ټولې جوپې جذب کړې دي.

د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو ټولنې د بنسټ‌اېښودونکو پلاوي مشر یوګني ګان ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د اوړو صادرات په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه کم شوي دي.

د راپور له مخې، د ازبکستان د اوړو د سیالۍ وړتیا د زیاتېدا یو مهم لامل د لېږد ټیټ لګښتونه او په هغو لارو کې د ټرانزیټي تعرفو نشتوالی دی، چې دغه هېواد یې کاروي. دې چارې ازبک تولیدوونکو ته زمینه برابره کړې، چې د افغانستان بازار ته اوړه پر وړ بیه وړاندې کړي.

دغه راز د ازبکستان د اوړو کارخونې تر ډېره پر هغو غنمو تکیه دي، چې له قزاقستان څخه واردېږي او بیا یې یوه برخه په ازبکستان کې له پروسس وروسته بېرته د اوړو پر بڼه د افغانستان بازار ته وړاندې کېږي.

د قزاقستان او روسیې پر صادرونکو فشار

دې بهیر د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د خپل دودیز صادراتي بازار یوه برخه له لاسه ورکوي.

روسي صادرونکي هم په دې بازار کې له سیالۍ سره مخ دي او هڅه کوي، چې خپل بدیل بازارونه د بېلګې په توګه چین ته پراخ کړي.

د افغانستان د اوړو په بازار کې د سیالۍ زیاتوالی ښيي، چې د لېږد لګښتونه، د پروسس ظرفیت او سوداګریزو لارو ته لاسرسی په سیمه کې د بیو او بازار د ونډې په ټاکلو کې مهم رول لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

سعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

Published

on

 

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر پر مشرۍ پلاوي له سعودي عربستان سره د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د ګډې همکارۍ د پراختیا لپاره له سعودي چارواکو سره خبرې کړې دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي تجربو پر تبادلې او د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې کړې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او د دغه هېواد تخنیکي مسوولان افغانستان ته پر رسمي سفر بللي او سعودي چارواکو هم دا بلنه منلې ده.

سعودي چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد مسوولان او تخنیکي ډلې افغانستان ته سفر وکړي، چې د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډې همکارۍ د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د لمریزې او بادي برښنا په ګډون د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچینو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د برښنا د تولید ظرفیت لوړ او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!