تازه خبرونه
امیرخان متقي او روزمیري ډیکارلو د پاکستان پر هوایي بریدونو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د پاکستان لهخوا د وروستیو هوايي بريدونو په اړه، چې په کې ملکي وګړي پر نښه شوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په بهیر کې د پاکستان له لوري په بريدونو کې يوازې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سياسي چارو لپاره د عمومي منشي له مرستيالې روزميري ډيکارلو سره د پاکستان پر وروستي بريد، چې په کې د هېواد ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د پاکستان لهخوا د وروستیو هوايي بريدونو په اړه، چې په کې ملکي وګړي پر نښه شوي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په بهیر کې د پاکستان له لوري په بريدونو کې يوازې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.
امیرخان متقي د پاکستاني پوځیانو د هوایي بریدونو په اړه دا هم ویلي؛ په یادو بریدونو کې هيڅکله داسې کوم وسلهوال ندی وژل شوی، چې پاکستانی لوری یې د شتون او پر نښه کولو ادعا لري.
د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې؛ په افغانستان کې وسلوالي ډلي شتون نلري او د ملګروملتونو د استازیو په ګډون ټولې خواوې کولی شي، چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزميري ډيکارلو د پاکستان په وروستي بريد کې د ملکيانو پر زیانونو خپله ژوره خواشیني ښکاره کړې او څرګندوي، چې د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.
ویل کیږي، چې په دي خبرو کې د دوحې پر ناستو، کاري ډلو او اړوند نورو مسائلو هم خبرې او وړانديزونه وشول او ډاډ څرګند شو، چې د شته پرمختګونو تر څنګ به د ګډو هڅو په اړه نور پرمختګ ته هم لار اواره شي.