تازه خبرونه
امیرخان متقي ترکمنستان ته ولاړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د یکشنبې پر ورځ ( د کب شپږمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف پر بلنه پر دوه اړخیزو مسایلو د خبرو لپاره دغه هېواد ته روان شو .
د دې پلاوي په سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوسپنېپټلۍ ادارې او د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ګډون کړی دی.
