تازه خبرونه

امیرخان متقي په انقره کې د افغانستان له سفارته لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۲)

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقي ترکيې ته د خپل سفر په بهير کې د افغانستان له سفارته لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې امیر خان متقي د سفارت سیاسي او قونسلي چارنه وکړه او د سفارت کارکوونکیو او دیپلوماتانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي.

هغه ټینګار کړی: مونږ د افغانستان د مظلومو خلکو خدمتګاران یوو؛ نو په‌کار ده، چې په بهر کې خپلو هېوادوالو او مراجعینو ته ښه او راڼه خدمات وړاندې او ملي او دیني دنده مو ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په انقره کې د افغانستان سفارت مسوولینو او کارکوونکیو د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي له سفر او د هغه له مشورې خوښي څرګنده کړه او په خپلو کارونو کې یې د صداقت، اخلاص، رڼښت او ټینګار ډاډ ورکړ.

دوی ژمنه وکړه، چې پر دوی دا باور به خوندي ساتي او خپله ټوله انرژي، مسلکي او بشري ځواک به د هېواد د ودانۍ او پرمختګ لپاره لګوي.

Trending

Exit mobile version