تازه خبرونه
امیرخان متقي په دوحه کې د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
په دې سفر کې امیرخان متقي د قطر د وزیرانو شورا له رییس او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزیرانو شورا له مرستیال او د دفاع له وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آل ثاني او همدارنګه په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي نن( د چنګاښ څلیریشتمه) په دوحه کې د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له کبله د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
په دې سفر کې امیرخان متقي د قطر د وزیرانو شورا له رییس او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزیرانو شورا له مرستیال او د دفاع له وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آل ثاني او همدارنګه په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم وکتل.
نوموړي په دغو لیدنو کې د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له کبله هغوی ته د خواخوږۍ، خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
تازه خبرونه
د پاکستان هوايي بریدونو د ملکي مرګ او ژوبلې په اړه اندېښنې زیاتې کړي – د بشري حقونو څار بنسټ
دغه بنسټ زیاته کړې، د یوناما د شمېرو له مخې د جون پر نههویشتمه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغانستان په درې ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د راپورونو پر بنسټ ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د زیاتېدا او د جګړې د نړیوالو قوانینو د احتمالي نقض په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، د یوناما د شمېرو له مخې د جون پر نههویشتمه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغانستان په درې ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ د دغو بریدونو هدف هغه وسلهوال ول، چې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وروستیو بریدونو مسوول بلل شوي؛ خو نور جزئیات یې نهدي ورکړي. اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستانيو بریدونو له کبله له ۷۵۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي شهیدان یا ټپیان شوي، چې ډېری یې په ختیځ او سویل افغانستان کې د هوايي بریدونو قربانیان دي.
د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو مرګ او ژوبله په یوازې ځان د جګړې د قوانینو د نقض ثبوت نهګڼل کېږي؛ خو د قربانیانو د شمېر زیاتوالی د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د خپلواکو او بېطرفه څېړنو اړتیا پیاوړې کوي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
د کندهار والي له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د ولس امنیت خوندي وساتي، د تلاشیو چارې د اصولو له مخې پرمخ یوسي او له خلکو سره نیک چلند وکړي.
تازه خبرونه
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د چارشنبې پر ورځ بنګلدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) مشره وټاکله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړې اوسمهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږو پرمختللو، د وچو او کوچنیو ټاپوییزو هېوادونو لپاره د دې ټولنې د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.
رباب فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ز.کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د بنګلدېش د دایمي استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
ملګرو ملتونو تر اوسه افغانستان کې د نوموړې د ماموریت د پیل نېټه نهده اعلان کړې.
-
تازه خبرونه4 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
International Sports2 days agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
لوبی3 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سوداگري4 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي – ذبیحالله مجاهد
