تازه خبرونه
امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ۲۱ کسیز پلاوي سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو مالي او اداري مشورتي کمیټې له ۲۱ کسیز پلاوی سره، چې کابل ته د لومړیتوبونو د څېړلو لپاره راغلی؛ په کتنه کې ویلي: اسلامي امارت نهغواړي، چې افغانستان د ډېر وخت لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه وکړي او دا مرستې باید اوس پر کار، کورنیو تولیداتو او صنایعو ولګول شي.
د دغې کمیټې مشر بچار بونګ عبدالله له امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي، چې کابل ته د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي، چې د افغان لوري لومړیتوبونه وڅېړي او د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.
امیرخان متقي د منځنۍ سوداګرۍ وده، پراختیایي پروژو ته پاملرنه، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرولو او په بشري مرستو پورې محدود نهپاتې کیدل مهم لومړیتوبونه وګڼل او څرګندوي، چې له څو کلنو جګړو او بې ثباتیو وروسته د ټاپي پروژې، کاسا -۱۰۰۰، افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ سترو پرژو عملي کېدو ته زمینه برابره ده.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې رغلي: مرستې بايد په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پيدا شي، کورني توليدات او صنعت وده وکړي او افغانستان له خپلو بازارونو څخه خپلې اړتياوې پوره کړي او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ رامنځته شي. دغه راز د کروندګرو لپاره بدیل کښت برابر او د وړو کسبونو ملاتړ وشي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې غواړي د افغانستان ملي اقتصاد پخپلو پښو ودریږي.
د دغې کمیټې غړیو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او څرګندوي، چې په پام کې لري د وضعیت د ارزونې لپاره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو درې کلونو کې نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې د زياتوالي او پراخېدو او د مرستو لپاره د بودجې کموالي په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دی.