تازه خبرونه

امیرخان متقی د یوه پلاوي پر مشرۍقطر ته ولاړ

Published

on

Last Updated on: زمری ۹, ۱۴۰۲

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن (شنبه د زمري ۷ نېټه ) د امریکا له استازیو سره د لیدنې په لپاره د یوه پلاوي پر مشرۍ د قطر دوحې ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د قطر دوحې ته د سفر پر مهال د خپل پلاوي پر مشرۍ څرګنده کړې؛ له امريکايي استازیو سره په خبرو کې به د بنديزونو او تور نوملړ ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو آزادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

دغه راز تعامل ته لاربرابرول د دې سفر اړوند موخې دي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب ویلي؛ کوم راپور، چې د امنیت شورا د القاعده د شتون په اړه خپور کړی ؛ حقیقت نه‌لري او له دې باید ډډه وشي. اوس د دې وخت راغلی، چې افغانستان د سیمې په ثبات کې رول ولوبوي او له دنیا سره ښې اړیکې رامنځته کړي.

د ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت پلاوی به په دغه سفر کې د قطر د حکومت له یو شمېر چارواکو او په دغه هېواد کې له مېشتو بهرنیو استازیو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version