بلخ @ps

امیر حبیب الله کلکانی او یاران یې په شهرارا غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تېره ورځ(د ۱۳۹۵ل کال د وږي ۱۱) ماخستن مهال د شپې له تیارې څخه په ګټه اخیستنه د حبیب الله کلکاني پلویانو د نوموړي او ۱۶ نورو یارانو خاوره یې ، چې ۸۷ کاله پخوا ښخ شوي وه؛ د کابل ښار له نادرخان تپې  را وویستل، د عیدګاه په لوی جومات کې یې د یو شمېر جهادي رهبرانو په ګډون د جنازې لمونځ ادا او  د کابل ښار د شهرآرا په غونډۍ کې یې د بیا ښخولو شپني مراسم تر سره کړل.

 د کلکاني او د هغه د یارانو جنازې په همدې ورځ څو ساعته وروسته له هغې د شهر آرا غونډۍ ته په لاره وځنډول شوې او په کوڅه کې ایسارې پاتې وې، چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پلوي فعالانو په شهرارا غونډۍ کې د ښخولو اجازه نه ورکوله.

 دا لا معلومه نه ده، چې د جنرال دوستم پلوي فعالانو په کومو شرایطو په یاده غونډۍ کې د حبیب الله کلکانی پلویانو ته د تابوتونو د ښخولواجازه ورکړه؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي، چې د کلکاني فعالانو یو شمېر غړي د جنرال دوستم کور ته ورغلل او له هغه سره کښيناستل.

 د جنرال دوستم له قوله رسنیو ته په ډاګه شوې، چې دوستم په لومړیو کې فکر کاوه، چې یاد جسدونه دننه په قلعه جنګي کې خاورو ته سپارل کیږي؛ نو، ځکه یې فعالانو د هغو د ښخولو مخه ونیوله. کله، چې هلته د نه ښخولو ډاډ ورکړ شو؛ نو له شهرارا غونډۍ یې شاتګ وکړ او تابوتونه شپه په شپه ښځ کړ شول.

 په ولسي جرګه کې د کابل استازي داود کلکاني د جنازې له مراسمو مخکې په ډاګه کړې وه، چې له چا سره کومه دښمني نه لري.

 هغه ویلي: موږ د هیچا پر ضد نه یو. د هیڅ قوم پر ضد نه یو، له هیچا هیڅ نه غواړو. مونږ یوازې د خپلو شهیدانو لپاره مقبره غواړو، چې نن مو له نیکه مرغه له خاورو راوایستل او اوس ځو، چې په دوه یم ځل یې خاورو ته وسپارو.

 حبیب الله کلکاني ۸۷ کاله پخوا له شاه امان الله څخه واک تر لاسه او له نهه میاشتو امارت وروسته د نادرخان د پاچاهۍ په لومړیو کې اعدام شو.

 د یادونې وړ ده، چې د امیر حبیب الله  کلکاني او یارانو د پلویانو او د جنرال عبدالرشید دوستم د فعالانو تر منځ په پرونئ نښته کې د جنرال یو کس وژل شوی او ځلور نور فعالان ټپیان دي، چې دوه یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. 

ټاکل شوې ، چې د امیر حبیب الله کلکاني پر قبر په د ګمبدې جوړولو کار د راروانې سې شنبې په ورځ پیل شي. 

Trending

Exit mobile version