تازه خبرونه

امیر خان متقي او اسحاق ډار ټیلیفوني خبرې وکړې

دا خبرې اترې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې اسحاق ډار د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته سفر کړی دی.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي ترمنځ له ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.

دا خبرې اترې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې اسحاق ډار د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته سفر کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې کابل ته د خپل سفر په بهیر کې د متقي له تود هرکلي او میلمه پالنې مننه وکړه.

دواړو حکومتي چارواکو د دې سفر په بهیر کې د ترسره شویو خبرو اترو له پایلو څخه رضایت څرګند کړ او هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابلې ګټې لپاره نیول شوې پرېکړې باید چټکې پلې شي.

د خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار امیر خان متقي ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړه، چې هغه ومنله.

Trending

Exit mobile version