تازه خبرونه
امیر خان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي له خپل ترکمن سیال سره په لیدنه کې افغان سوداګرو او ټرانسپورټي کارکوونکیو ته د سوداګرۍ او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیاتوالي لپاره پخپل وخت د ویزو د ورکړې غوښتنه وکړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دوشنبې پر ورځ (د کب اوومه ) په ایکس پاڼه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره د امیر خان متقي له لیدنې خبر ورکړ.
امیرخان متقي ویلي، چې عشقآباد بايد افغان محصلينو ته د زدهکړې بورسونه ورکړي.
دغه راز عبدالقهار بلخي د رشید مردوف د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه ژمنه کړې، چې دغه هېواد ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي کارکوونکیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره هم هڅې وکړي.
هغه زیاته کړې، ترکمنستان به افغان محصلینو ته د برښنا، اورګاډي پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخو کې بورسونه ورکړي.
امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر پر بلنه عشقآباد ته سفر کړی دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پېنځمه غونډه په ترکمنستان کې جوړه شی.
