روغتيا
امیر خان متقي د روغتیا نړیوالې ټولنې له سیمهییزې مشرې څخه د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
په دې کتنه کې، چې نن (دوشنبه د لړم اتهویشتمه) تر سره شوه؛ متقي ویلي، چې د څلور لسیزو جګړو له کبله د هېواد لرې پرتې سیمې له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوالې ټولنې له مشرې حنان بلخي او مل پلاوي سره په کتنه کې له دې ټولنې څخه وغوښتل، چې د افغانستان روغتیايي سیستم تجهیز او پیاوړی کړي.
په دې کتنه کې، چې نن (دوشنبه د لړم اتهویشتمه) تر سره شوه؛ متقي ویلي، چې د څلور لسیزو جګړو له کبله د هېواد لرې پرتې سیمې له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شوې دي.
دغه راز امیر خان متقي وغوښتل، چې د درملو په برخه کي دي کورني صحي سکټورونه غښتلی شي، چې د افغانستان صحي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر همدراز د پوليو او نورو ساري ناروغيو سره د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې وکړې او له دې پلاوي یې وغوښتل، چې د پولیو او نورو نارغیو لابراتوارونه دي په افغانستان کې جوړ او فعاله شي.
دغه راز د د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO)سیمهیزې مشرې حنان بلخي له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې له (WHO) سره یې تل همکارۍ کړې او د کار کولو فرصتونه یې ورته برابر کړي دي.
حنان بلخي د سعودي عربستان په جده کې د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» پر نوم د وزیرانو څلورمي ناستې په اړه، چې په دې وروستیو کې جوړه شوې وه هم معلومات وړاندي کړل او څرګندوي؛ د روغتیا په اړه په نړیوالو ناستو کې هڅه کوي، چې افغانستان ته د نړیوالو روغتیاپالانو پام راوګرځوي.
دغه راز حنان بلخي ژمنه وکړه، چې په افغانستان کي به د داخلي صحي بنسټونو سره له نږدې کار وکړي، چې پیاوړی او تجهیز شي.
همداراز په ننۍ ناسته کې د بېل ګېټس بنسټ د نړېوال انکشاف رییس کرېستوفر جې اِلیس ویلي؛ بنسټ یې هڅه کوي، چي په افغانستان کې د پوليو يا ګوزڼ د ساري او خطرناکې ناروغۍ د لهمنځه وړلو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان لپاره د یونیسیف چارواکي ویلي؛ اداره یې له افغان حکومت سره کار کوي، چې نړیوال بانک له پنجشېر څخه کابل ته د پاکو اوبو دلیږد پروژه پلې کړي.
