تازه خبرونه

امیر خان متقي د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۲)

نن (دوشنبه د تلې ۳ ) د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د روسیې فدراسیون پر رسمي بلنه د مسکو په غونډه کې د ګډون لپار د یوه پلاوي پر مشرۍ دغه هېواد ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ افغان پلاوی به دوه ورځې په مسکو کې وي او بیا به د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته ولاړ شي.

ټاکل شوې، چې د مسکو پېنځمه مشورتي غونډه به راتلونکې جمعه د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي.

Trending

Exit mobile version