تازه خبرونه
امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ مسکو ته ولاړ
نن چارشنبه (د تلې یوولسمه) د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیر خان متقي پر مشرۍ یو پلاوی د روسیې فډراسيون پر بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ په شپږمه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د بهرنيو چارو وزير به د اوکټوبر پر څلورمه د مسکو فارمټ د ناستې په څنډه کې د روسيې فډراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرگي لاوروف سره هم پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې اترې ولري.