تازه خبرونه

امیر خان متقي له حسن کاظمي قُمي سره پر سیمه‌ییز تحولاتو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو بحث او خبرې وکړې.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۷, ۱۴۰۳

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي او په کابل کې د ایران سفیر د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ شپږمه) د دغه وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره د مخه ښۍ لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو بحث او خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي دنده او تر سره شوې هڅې د ستاینې وړ وارزولې.

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ويلي؛ دا وزارت چمتو دى، چې د ايران له نوي سفير سره د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په برخه کې خپل کار روان وساتي.

Trending

Exit mobile version