تازه خبرونه

امیر خان متقي له هنیه سره په ټیلیفوني خبرو کې د حماس مبارزه وستایله

هغه ویلي، چې اسلامي امارت او د افغانستان خلک د فلسطینیانو له حقوقو او مقاومت څخه ملاتړ کوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د حماس سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له اسرائیلو سره په مبارزې کې د حماس مبارزه وستاله.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن ( چارشنبه د زمري درېیمه) خپره شوې؛ متقي د خبرو پر مهال په بیجینګ کې د فلسطیني ډلو ترمنځ له خبرو اترو او هوکړې هرکلی وکړ.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت او د افغانستان خلک د فلسطینیانو له حقوقو او مقاومت څخه ملاتړ کوي.

دغه راز د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل نهیه د فلسطین او په ځانګړي توګه د غزې د وروستیو پېښو په اړه د اسلامي امارت له دریځ ستاینه وکړه او له اسرائیلو سره یې د وروستیو خبرو اترو په اړه معلومات وړاندې کړل.

Trending

Exit mobile version