Connect with us

تازه خبرونه

امیر خان متقي مسکو ته روان شو

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان اسلامي امارت د رسمي غړي په توګه په مسکو فرمټ کې ګډون کوي.

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۱۵, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ په اوومه مشورتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان اسلامي امارت د رسمي غړي په توګه په مسکو فرمټ کې ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې په دې غونډه کې امیر خان متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي امارت دریځ وړاندې کړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ مشورتي غونډه د سې شنبې پر ورځ(د تلې پر پېنځلسمه) جوړیږي.

د دوشنبې پر ورځ د دې غونډې په درشل کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران ځانګړو استازو په یوه ګډه ناسته کې د اجنډا او وروستی سند د چمتو کولو په اړه بحث وکړ.

تازه خبرونه

د ښځو حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له پرمختګ پرته، له اسلامي امارت سره تعامل به دوام ونکړي – امریکا

د روسیې استازې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو، د بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ د افغانستان ستونزې یوازې د باور پر بنسټ د خبرو له لارې له واکمنو چارواکو سره حل کېدی شي. هغې د داعش ګواښ، د نشه‌یي توکو قاچاق او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

Published

on

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د بېلابېلو دریځونو له مطرح کېدا سره جوړه شوه، چې هر هېواد په کې د افغانستان د وضعیت، د اسلامي امارت د کړنو او له کابل سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکي تعامل په اړه خپله ارزونه وړاندې کړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مدیریت او اصلاحاتو استازي جفري بارټوس ویلي، د دوحې په بهیر کې څرګند پرمختګ «اختیاري نه، بلکې یوه بېړنۍ اړتیا» ده. هغه خبرداری ورکړ، چې نړیواله ټولنه نه‌شي کولی د نامعلوم وخت لپاره له اسلامي امارت سره تعامل روان وساتي. په داسې حال کې، چې د څرګندونو له مخې یې امریکايي وګړي بندیان دي، د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي شوې نه‌دي.

دغه راز بارټوس دا نیوکه هم وکړه، چې د اسلامي امارت له لوري یې «د یرغمل نیونې ډیپلوماسي» وبلله او د امنیت شورا له غړو یې وغوښتل؛ د امریکايي وګړو بندي کول او ترهګرو ډلو ته پناه ورکول دې وغندل شي.

هغه زیاته کړې، پر افغان ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخنیوی د یوناما د اغېزناک فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

هغه وایي: « د طالبانو (اسلامي امارت) سختدریځي مونږ دې ته اړ باسي، چې له ځانه وپوښتو؛ له نړیوالو سرچینو او د تعامل له دوام څخه ترلاسه کېدونکی ارزښت څه دی. یوناما اوس هم د ملګرو ملتونو په سیسټم کې تر ټولو لګښت لرونکی ځانګړی سیاسي ماموریت دی او جدي ارزونې ته اړتیا لري. ټول ماموریتونه، د یوناما په ګډون، باید د لګښت په بدل کې خپل اغېز ثابت کړي او له شته شرایطو سره ځان جوړ کړي.»

د امریکا استازي ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو هر ډول عادي کېدا د دغه حکومت له عملي ګامونو سره تړاو لري او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ژر تر ژره ټاکلو غوښتنه وکړه.

بل لوري ته روسیې له یوه بل ډول چلند ملاتړ وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیالې انا اوستینیګووا ویلي، افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ستونزمن پړاوونه تېر کړي؛ خو بیا هم توانېدلی، چې خپل نسبي ثبات وساتي.

هغې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د یوه خپلواک او پر ځان‌بسیاینې ولاړ دولت د جوړولو هڅه کوي او نړیواله ټولنه باید د فشار او خبرداریو پر ځای رغنده تعامل غوره کړي.

د روسیې استازې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو، د بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ د افغانستان ستونزې یوازې د باور پر بنسټ د خبرو له لارې له واکمنو چارواکو سره حل کېدی شي. هغې د داعش ګواښ، د نشه‌یي توکو قاچاق او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

هند هم په دې غونډه کې افغانستان ته د خپلو بشري او پراختیایي مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پرواټهانني ویلي، نوي ډیلي د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پراختیایي پروژې پلې کړي او په وروستیو میاشتو کې یې افغانستان ته واکسین، خوراکي توکي او طبي تجهیزات استولي دي.

هغه د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له بېرته ستنېدونکو سره نوره ډېره مرسته وکړي. د هند استازي همداراز د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو نقض وباله.

پرواټهانني د ملګرو ملتونو راپور ته په نغوته کې وویل، چې د پاکستان له لوري د هوايي بریدونو او نښتو له کبله سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي. هغه ټینګار وکړ:«د ملکي وګړو وژنه د ترهګرۍ ضد مبارزه نه‌شي بلل کېدی» او پر پاکستان یې د مرګونو بریدونو د توجیه کولو له کبله نیوکه وکړه.

پاکستان دغه څرګندونې رد کړې او د ناامنۍ اصلي پړه یې پر اسلامي امارت واچوله.

د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد امنیت شورا ته ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، د بلوچستان د آزادۍ پوځ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون یو شمېر ډلې اوس هم د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

عاصم افتخار احمد ادعا کړې، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې پاکستان له ۵۳۰۰ څخه د ډېرو ترهګریزو بریدونو شاهد و او له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان په کې وژل شوي دي.

د هغه په وینا، د دغو بریدونو ډېری برخه له افغانستان څخه تنظیم شوې ده.

دغه راز د پاکستان استازي د افغانستان میشتو وسلوالو ډلو د ګواښونو په اړه د یوناما د راپورونو پر کمزورۍ نیوکه وکړه او څرګندوي؛ د ملګرو ملتونو راپورونو د بهرنیو ځواکونو د پاتې شویو وسلو، د ترهګرۍ د تمویل او د افغانستان د ناقانونه اقتصاد موضوع ته کافي پاملرنه نه‌ده کړې.

هغه ټینګار څرګند کړ، چې پاکستان اوس هم له اسلامي امارت سره د خبرو ملاتړ کوي؛ خو تمه لري، چې کابل د وسلوالو ډلو پر ضد «د باور وړ او نه بدلېدونکي» اقدامات ترسره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، چې دمګړۍ افغانستان له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې اسلامي امارت د خپلو استازو پر نه ګډون نیوکه کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید د غونډې برخه‌وال وي، چې خپل لیدلوری او دریځ په مستقیم ډول مطرح او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

اسلامي امارت تل ویلي، چې د دوحې هوکړې امنیتي ژمنو ته ژمن دی او د ښځو او نجونو حقونه هم په افغانستان کې د شریعت له مخې خوندي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امنیت شورا دې له افغانستان سره تعامل ته لومړیتوب ورکړي – اسلامي امارت

د اسلامي امارت مسوولانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید په دې ډول غونډو کې ګډون ولري، چې د هغوی لیدلوري هم په مستقیم ډول مطرح شي او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درې میاشتنۍ غونډې له جوړېدا سره هممهاله د اسلامي امارت چارواکو له دې شورا غوښتي، چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعامل د خپلو خبرو اترو په لومړیتوبونو کې راونغاړي.

د اسلامي امارت مسوولانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید په دې ډول غونډو کې ګډون ولري، چې د هغوی لیدلوري هم په مستقیم ډول مطرح شي او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

ټاکل شوې، چې د امنیت شورا غړي په نننۍ غونډه کې د تېرو درې میاشتو پر مهال د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت وارزوي. تمه ده، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو راتلونکی او د هېواد بشري وضعیت هم د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د امنیت شورا تر راتلونکو اته ورځو په کمه موده کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د ماموریت غځولو یا پای ته رسولو په اړه پرېکړه کوي.

د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې هم ویلي وه، چې د یوناما راپورونه باید د افغانستان شته واقعیتونه منعکس کړي او د هېواد پرمختګونو او بنسټیزو موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ

هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له افغانستان څخه د امریکا پوځي وتلو د ارزونې بهیر د بشپړېدا په درشل کې دی او تمه ده، چې راپور یې په روان اوړي کې خپور شي.

هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې ارزونې ټولې بنسټیزې برخې؛ د مرکو او د محرمو اسنادو د ارزونې په ګډون، بشپړې شوې دي.

ټاکل شوې، چې د ارزونې راپور د پرېکړو د بهیر، عملیاتي ننګونو او هغو پېښو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال او تر هغې وروسته په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو مهمه موضوع پاتې شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!