تازه خبرونه
امیر خان متقي مسکو غونډې ته وبلل شو
دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي نن (پنجشنبه) د دې وزارت د اداري د تېر کال لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې ویلي؛ په دې غونډه کې به د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی ګډون وکړي.
په کابل کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
په دې کتنه کې، چې د چارشنبې پر ورځ (د وږي اتهویشتمه) ترسره شوې؛ دیمیتري ژیرنوف ویلي؛ روسیه د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي او له همدې کبله هڅه کوي، چې د سیمې او نړۍ په ګډون د روسیې پر کوربتوب په ټولو غونډو کې د دوی پلاوي ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له دې بلنې څخه د مننې تر څنګ یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د مسکو غونډه رغنده او ګټور نوښت ګڼي او د دې بهیر په غونډو کې یې فعاله ونډه اخیستې ده.
امیر خان متقي د مسکو راتلونکې غونډه د روسیې له لوړ پوړیو چارواکو او د سیمې د هېوادونو له استازو سره د علاقې وړ او دوه اړخیزو همکاریو په اړه د رغنده خبرو اترو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي اعلان کړی، چې د مسکو غونډه به په دوه اوونیو کې دننه جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي نن (پنجشنبه) د دې وزارت د اداري د تېر کال لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې ویلي؛ په دې غونډه کې به د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی ګډون وکړي.