تازه خبرونه

امیر خان متقي په دبۍ کې د متحده عربي اماراتو له استازي سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په بهیر کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره ولیدل.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په بهیر کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزې پراختیا خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي؛ امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او له هغه هېواد څخه یې وغوښتل، چې افغان اتباعو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ویزې او سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

هندي ډیپلومات هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو او د چابهار له لارې سوداګرۍ زیاتولو کې لیوالتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي همدارنګه هندي لوري ته ډاډ ورکړی؛ له افغانستان څخه کوم لوري ته ګواښ نشته او کابل غواړي، چې د خپلې متوازنې او اقتصادي بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ په سیمه کې د یو مهم او اقتصادي هېواد په توګه له هند سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته تلی او د سفر موخه یې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پراخول او د متقابلو ګټو سره تړلي  نور مسایل ګڼل شوي دي.

Trending

Exit mobile version