تازه خبرونه
امیر خان متقي په دوحه کې د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو او استازیو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او ورسره مل پلاوي په قطر کې د افغانستان لپاره د میشتو یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او ځانګړیو استازو سره وکتل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې، چې د امریکا، بریتانیا، اسپانیا، جنوبي کوریا، هالند، ایتالیا، آسترالیا او کانادا هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و؛ امیر خان متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیتي حالاتو، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونه پروژو پيلولو او همداسي نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د افغانستان د سرې میاشتې مرستیال ملا نور الدین ترابې هم پخپل وار د سرې میاشتې د فعالیتونو او همدا راز د یوه مستقل ارګان په حیث پر هغو ضرورتونو رڼا واچوله، چې سره میاشت ورته په نږدې راتلونکې کې اړتیا لري.
دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس نصرت الله محمود پر مالي او اقتصادي وضعیت د واقعیتونو او ارقامو په رڼا کې معلومات وړاندې کړل.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي رییس محمد عباس سامح هم ګډونوالو ته د افغانستان په بانکي سکتور کې پر رڼښت، پرمختګونو او اړوند میکانیزمونو معلومات ورکړل.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي؛ مولوي امیر خان متقي څرګنده کړې، چې دا استازولۍ د دې پر ځای، چې له لرې د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ وړي؛ باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري.
ویل کیږي، چې په پای کې د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار وکړ.
