تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې له ازبک پلاوي سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د غوایي درویشتمه د دې وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف، د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې اترې وشوې.
امیر خان متقي په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ازبکستان له ملاتړي رول د مننې ترڅنګ د دغو اړیکو پر غځولو او پراختیا ټینګار څرګند کړ.
امیر خان متقي ویلي؛ افغانستان اوس امن او ثبات ته راګرځېدلی او دا د ازبکستان، نورو ګاونډ او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی، چې له موقع استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیمهییز اتصال پالیسي، چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټولو ګاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زیري ولري ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق لپاره موجوده هڅې نورې هم چټکې کړي.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف د بهرنیو چارو وزارت له تاوده هرکلي له کبله مننه وکړه او وایي، چې داځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره، چې پر خصوصي سکټور سربیره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې هم ملتیا کوي کابل ته راغلي یوو او غواړو افغانانو ته ښه زیري ولرو.
محکموف په خپلو خبرو کې و یلي، چې د ازبکستان ولسمشر او رهبري افغانستان ته جدي توجه لري او د رهبري پر استازيتوب تاسې ته ډاډ درکوم؛ مونږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو، چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.
الهام محکموف ویلي، چې د افغان – ټرانس پروژې عملي پېل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اوونۍ کی به یو بل پلاوی له تجهیزاتو سره افغانستان ته راشي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړوند ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي.
د دې ترڅنګ مو یوه بله ډله د جیولوژۍ او معدن په برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان معادن او پټرولیم وزارت له چارواکو سره مجالس ولري، چې د نفتو، ګازو اکتشاف او استخراج او همدا راز نورې هغه برخې، چې اسلامي امارت اړوند اداراې یې را په ګوته کړي؛ عملي کار ته چمتو یوو.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یوو او بل دا، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي خدمات نور هم وده وکړي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.
امیر خان متقي د ازبکستان له جدیت څخه مننه وکړه او وایي، چي افغان سوداګرو او ټرانسپورټي برخې کارکونکیو ته د ویزو د ورکړي تسهیل یو ښه پر مختګ دی او په کار ده دا لړۍ روغتیایي، تعلیمي برخې او بلاخره عامو افغانانو له لپاره د سیاحت ویزو برخې ته هم وغځېږي.
د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف د وروستیو سیلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له کبله د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ ویلي، چې مونږ د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په توګه هر ډول مرستې او د افغانانو او اسلامي امارت لاسنیوي ته چمتو یوو.
نوموړي ویلي، چې ازبکستان د اسلامي امارت دا غږ بدرګه کوي چې افغانستان، ازبکستان او نور ګاونډي او د سیمې هیوادونه باید اقتصادي رفاه له سیاسي هغو قرباني نکړي.
ویل کیږي، چې ازبکستان اماده دی د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت سره پپر ګډه د تاریخي اماکنو او زیارتونو په رغولو او جوړولو کې ګډه کار وکړي.