بی بی سی پښتو

انتونیو ګوتیرش: طالبانو د افغانو ښځو او نجونو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې دي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۰)
Reuters

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر طالبانو له دې کبله نیوکې کړې چې په وینا یې د افغان ښځو او نجونو په هکله یې ژمنې ماتې کړې دي.

د یوناما له لوري په یوه بیان کې د ښاغلي ګوتېرش له قوله ویل شوي نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي افغانستان سره له دې کبله نورې مرستې وکړي چې دغه هېواد اقتصادي کړکېچ ته له غورځېدو وژغورل شي.

ښاغلي ګوتېرش وویل:

موږ ولیدل چې طالبانو له افغان ښځو او نجونو سره کړې ژمنې ماتې کړې دي او زه په ځانګړې توګه له دې کبله خبردار شوی یم.

نوموړی وايي، په ټینګار له طالبانو غواړي چې په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د نړیوالو قوانینو سره سم کړې ژمنې پوره کړې.

ښاغلی ګوتیرش وايي، ښځې او نجونې باید د توجه مرکز وي. د هغه په ونیا: د دوی د زدکړو، کار کولو او ملکیت حق درلودل او د حقونو له درلودلو سره د درناوي ژوند کولو حق ورکول د پرمختګ په مانا بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه راز وايي، د افغان اقتصاد اتیا سلنه غیر رسمي ده، چې د ښځو ونډه پکې غالبه ده او په وینا یې له دوې پرته د افغان اقتصاد او ټولنې بیا رغاونې لپاره هیڅ بله لار نه شته.

د یادونې ده، چې طالبانو د تېر اګست پر ۱۵ مه افغانستان کې له واکمنېدو وروسته له محدود شمېر پرته تر اوسه پورې ښځو ته اجازه نه ده ورکړې، چې دفترونو کې کار وکړي او یا زدکړې وکړي.

طالبان وايي، د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو وروسته به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د فعالیت اجازه ورکړي، خو اوس د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش وايي:

د ژمنو ماتېدل د افغان ښځو او نجونو ارمانونو رژېدو په مانا دي.

له دې مخکې تېره شنبه او یکشنبه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته له طالبانو سره لومړنیو مخامخ خبرو لړ کې د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت وویل، د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو مراعتولو لړ کې به پر طالبانو د فشار راوړل دوام وکړي.

Getty Images
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي وايي، هرڅه به د خپلو خلکو له غوښتنو سره سم ترسره کوي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د همدې مذاکراتو بهیر کې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي په قطر کې د یوې عربي زده کونکې پوښتنې ته ځواب کې وویل، هرڅه به د خپلو خلکو له غوښتنو سره سم ترسره کوي.

ښاغلي متقي د قطر پلازمېنه دوحه کې د شخړو او بشري څېړنو مرکز کې یوه کنفرانس ته وینا کې زیاته کړه: “په تېر حکومت کې چې څومره نارينه وو او ښځينه وو کار کاوه يوه هم له دندې نه ده ګوښه شوې. له نېکمرغه زموږ حکومت په دې وتوانېد چې هغوی ته يې د معاشونه ورکړه پيل کړه او حتی د هغو وخت معاش يې هم ورکړ چې اشرف غني په کابل حاکم و هغه نه وو ورکړی. موږ د هغو مياشتو معاشات هم نيمو وزارتو ته اجرا کړي او د پاتې نيمو وزارتو اجرا دوام لري چې عوايد راځي د دوی معاشات به پرې اجرا کېږي”.

په دې غونډه کې له ډېرو پوښتونکو سره د افغانستان د مېرمنو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه اندېښنې وې، ان کوربه وویل دا په هېڅ هیواد کې نه دي شوي چې د نویو تګلارو لپاره دې ښوونځي وتړل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وویل اویا په سلو کې ښونځي پرانستل شوي او دا چې د کورونا له امله ښونځي د دوئ له راتګ وړاندې تړل شوي وو.

افغان ښځو تېرو شلو کلونو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او یو شمېر بنسټیز حقونه یې تر لاسه کړي وو، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

Trending

Exit mobile version