تازه خبرونه
انتونی: امریکا د تل لپاره د افغانستان د امنیت ضمانت نه شي کولی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې هیواد یې نه شي کولي تر ابده د افغانستان د امنیت ضمانت وکړي.
د هغه په وینا د واشنګټن په همکارۍ په افغانستان کې د سیالو ډلو تر منځ کورنۍ جګړه پای ته ورسیده او په سوله ایزه توګه واک و لیږدیده.
د هغه په وینا امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي، خو امریکا د تل لپاره د افغانستان د امنیت ضمانت نه شي کولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انتونی بلینکنویلي چې افغانان باید د خپل هیواد رهبري او د امنیت د ټینګښت چارې په خپل لاس کې واخلي:
” زمونږ په نظر منطق دا دی چې مونږ نه شو کولی او نه باید د تل لپاره د افغانستان د امنیت ضامن پاتې شو. افغانان باید زمونږ د ملاتړ په خوا کې د خپل هیواد د امنیت د ټينګښت لپاره خپلې وړتیاوې په کار واچوي.“
دغه امریکايي چارواکی وايي چې د امریکا له مداخلې پرته په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د قدرت دلیږد او اوسني حکومت رامنځته کیدل ممکن نه وو.
“ د قدرت د لیږد او اوسني حکومت په هکله مو لکه څنګه چې وویل، دا کار زمونږ په نه شتون کې امکان نه درلود. دا زمونږ د بهرنیو چارو د وزیر د هڅو پایله وه او دا د امریکا د رهبرۍ ستر مثال دی. مونږ د رقیبو سیاسي جریانونو سره کار وکړ تر څو د کورنۍ جګړې څخه په شا شي او په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سوله ایز قدرت لیږد تجربه کړي.“
ښاغلی بلینکن وايي چې د امریکا ولسمشر په ډاګه کړې چې د وران کال پایه به په افغانستان کې لس امریکايي سرتیري پاتې شي او له هغه وروسته به دا شمیر یوازې په کابل کې د سفارت د ساتونکو تر بریده را کم شي.