سیمه ییز خبرونه

انجنیر ګلبدين حکمتیار پر خپلو پلويانو غږ كړى، چې په ټاكنو كې برخه واخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د انجنیر ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب څانګې له خپلو پلويانو غوښتي، چې په ټاكنو كې ګډون وكړي.

د اسلامي حزب و ياند غېرت بهير وايي، چې تر اوسه د كوم ځانګړي كانديد څخه په ملاتړ هوكړې ته نه دي رسېدلي، خو زياتوي، چې په دې اړوند به هم خپل دريځ روښانه كړي.

ټاكنو ته په ورنږدې كېدو د افغانستان په سياسي او روانو مسايلو كې ښكېلې خواې هم كوښښ كوي، چې خپل دريځونه روښانه كړي.

د ګلبدين حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب څانګې پر خپلو پلويانو غږ كړى، چې په ټاكنو كې برخه واخلي.

د ولسمشرۍ كانديد قطب الدين هلال او ډاكتر عبدالله عبدالله مرستيال انجنير محمد خان هم د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ډلې پخواني غړي دي.

تر اوسه د حكمتيار ډلې ندي ويلي، چې له كوم كانديد څخه به ملاتړ وكړي.

ښاغلى بهير همدارنګه وايي، چې ډله يې لاهم د ټاكنو د شفافيت، د ولسمشرۍ كانديدانو او مرستيالانو د تركيب او نړيوالو ځواكونو د حضور په اړوند اندېښمنه ده.

كابل ښاريان په ټاكنو كې  د وسله والو مخالفو ډلو پر ګډون خوښ دي.

ګلبدين حكمتيار په تېرو دوولسو كلونو كې له افغان دولت سره خپل وسله وال مخالفت ته دوام وركړ او پلويانو يې پر دولتي، ملكي او ناټو سرتېرو  د بريدونو پخلى كړى دى.

Trending

Exit mobile version