تازه خبرونه
اندري: نشه یي توکي د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی
د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرایمو په وړاندې د مبارزې ادارې سیمه ییز ریس ټینګار کوي چې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزه وزیره وایي، دا مهال په دوه سوه څلورویشت زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي او د دې توکو له اړخه د تر لاسه کېدونکو پیسو ستره برخه د طالبانو جیبونو ته ځي.
په افغانستان کې په وروستیو څوارلسو کلونو کې د نشه یی توکو د له منځه وړلو په لار کې له اوو میلیارد زیات ډالر لګيدلي دي، خو نه یواځې چې دا پدیده کمه شوې، بلکې په اصلي سرخوږي اوښتې ده. پنځو ناامنو ولایتونو کې د ټولې نړۍ د نشه یی توکو له نیمایی زیاته برخه تولیدیږي.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو ضد ادارې سیمه ییز رییس اندري اویتسین:
” نشه ییي توکي نړۍ ته جدي ګواښ دی، کر او تولید یې هم افغانستان ته زیات خطرلري. مونږ چمتو یو چې د نشه یی توکو د له منځه وړلو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.“
د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وایي چې د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې قانون باید تعدیل شي او له دې پدیدې سره د جدي مبارزې اړتیا ده.